دپاکستان تحريک انصاف ترنول کښې د جلسے کولو معامله ،پی ټی آئی قائدينو هنګامی اجلاس نه پس جلسه ملتوی کولو فيصله کړی،وائي چي د عشوري نه پس به جلسه کولي شې، بلخوا پي ټي آئي قيادت اين او سي کينسل کولو باندي اسلام اباد هائيکورټ کې رټ پيټشن دائر کړي او د انتظامي خلاف ئي توهين عدالت درخواست دائر کړې
پاکستان تحريک انصاف چيئرمين ګوهر علی خان او نور قائدينو هنګامی اجلاس نه پس په ټول صورتحال ردعمل ورکړی ،پی ټی آئی قائدينو نن جلسه ملتوی کولو اعلان کړی،او وئيلي دي چي څلور مياشتو نه دغه جلسې لپاره کوششونه روان دي، ولي د دي باوجود او عدالتي حکم نه پس انتظاميه اجازت نامه او د هغوۍ خواخی ځای هم مونږه قبول کړو او په ترنول کښې جلسے کولو فيصله می اوکړه،خو د شپی شپی انتظاميه اجازت نامه منسوخ کړه ،
دوي وئيلي چي حکومت د پي ټې آئي کارکنانو ته وريږې او ګرفتارۍ او ظلم باوجود د پی ټی آئی کارکنانو حوصلې اوچتي،
پی ټی آئی مشرانو وينا وه چي د امن په خاطر مونږ دغه جلسه فلحال ملتوی کوو، ځکه چی بيا دنهمي مئ په شان سازش جوړ نکړے شي ، خو محرم الحرام نه پس به ټول ملک کښې جلسې کولے شي