ملک کښې د بجلۍ غلا کونکو پرضد اپريشن کښې اووه اربه روپے وصول کړې شوي، سيکرټري توانائي راشد لنګړيال دعوي، وائي چې د بجلۍ غلا کونکو پرضد اپريشن بدستور جاري دې او تروسه دوه زره درې سوه يو کسان ګرفتار کړې شوي۔
سيکرټري توانائي راشد لنګړيال د ټوئټر د لارے دعوي کړې چې بجلۍ غلا کونکو نه اووه ارب اته اتيا کروړ نوي لکه روپے وصول کړې شوي، دې ترڅنګ دوه زره درې سوه يو کسان ګرفتار کړې شوي۔
هغه وئيلي چې د بجلۍ غلاکونکو پرضد پينځلس زره اووه څلويښت ايف آئي آر درج کړې شوي۔
راشد لنګړيال زياته کړې چې د بجلۍ غلې پرضد مهم د جرمانو او پيسے وصول کولو لپاره نه دې بلکه د مفت خور رويو کښې تبدېلې لپاره دې۔