افغان قونصل جنرل حافظ محب الله شاکر وئيلي دي چې پاکستان کښې حملې کول جهاد نۀ دې ،پاکستان کښې بريدونو خلاف دا افغانستان اسلامي امارات په باقاعده توګه فتوا جاري کړيده.
پشاور کښې ميډيا سره خبرو اترو پر مهال افغان قونصل جنرل حافظ محب الله شاکر وينا وه چې د پاکستان خلاف به افغان خاوره نۀ استعماليږي،د اشرف غني دور کښې ټي ټي پي وسله واله افغانستان ته تلي وو خو زمونږ وزير دفاع په واضحه توګه وئيلي چې پاکستان کښې حملې کول جهاد نۀ دې،افغان قونصل جنرل زياته کړه چې د افغان مهاجرين په اړه د پاکستان فيصلې احترام کوو ولې مهاجرين واپس ليږلو لپاره دې حکومت پاکستان مناسب طريقه کار خپل کړي