ليبيا کښې يوه بله کشتۍ د پيښې ښکار شوې چې پکښې پاکستانيانو پشمول پينځه شپيته تارکين وطن موجود وو ۔
دفتر خارجه لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلې شوي چې طرابلس کښې سفارتخانې اطلاع ورکړې چې مارسا ډيلا بندر ګاه سره يوه بله کشتۍ الټه شوېده ۔
دفتر خارجه مطابق پاکستاني سفارتخانې په فوري توګه ټيم هسپتال ته روان کړې چې د مړو شناخت کښې د مقامي چارواکو مرستې اوکړې ۔
د خارجه دفتر په بيان کښې دا هم وئيلي شوي چې دې لړ کښې کرائسز مينجمنټ سيل فعال کړې شوې او د دغې پيښې په حواله هر قسمه معلوماتو لپاره لاندې ورکړې شوې نمبرو باندې رابطه کيديشي ۔
03052185882 (واٹس ایپ) 218913870577+ (سیل) 218 91-6425435+ (واٹس ایپ)