غريب اولس دي شي يو ځل بيا تيار د اوګرا لخوا د ګرانۍ بم غوزاريدو ته تيار ۔ يخنۍ راتلو سره سم اوګرا لخوا د ګيس په قيمتونو کښې د اضافي منظوري ورکړي ده ۔ د اوګرا لخوا جاري کړي شوي نوټيفيکشن تر مخه نان پروټيکټډ کورني صارفين لپاره د ګيس په قيمت کښې د يو سل دوه اويا فيصد نه زيات اضافه کړے شوي ده ۔ ګيس قيمت کښي د نوي قيمتونو اطلاق به د يکم نومبر نه کيږي ۔
د وفاقي حکومت منظورۍ نه پس نن اوګرا هم د ګيس په قيمتونو کښي د اضافي منظوري نوټيفيکيشن جاري کړے دے د کوم ترمخه چي د ګيس قيمتونو کښي يو سل دوه اويا فيصد اضافه شوي ۔ ماهانه پينځويشت مکعب ميټر ګيس استعمالونکي صارفين لپاره نرخونو کښې سل روپۍ في ايم ايم بي ټي يو ،اضافه شوي او د دوه سوه روپو قيمت نه ئي دري سوه روپۍ في ايم ايم بي ټي يو ، مقرر کړے ۔ دا شان ماهانه شپيته مکعب ميټر استعمالونکو لپاره دري سوه نه شپږ سوه روپۍ في ايم ايم بي ټي يو،مقرر کړے شوي ۔ ماهانه سل مکعب ميټر استعمالونکو لپاره ګيس قيمت څلور سوه نه زر روپۍ،د ماهانه يو سل پنځوس مکعب ميټر استعمالونکو لپاره شپږ سوه نه دولس سوه روپۍ،في ايم ايم بي ټي يو، مقرر کړے شوي دي ۔ د ګيس نوي قيمتونو اطلاق به د يکم نومبر نه کيږي