ټانک کښې دا افسوسناک پيښه هاغه مهال رامخي ته شوه، کله چې دسب ډويژن جنډوله سيمه خرګئۍ کښې يو ګاډي تيز رفتارۍ لوجې د ډرائيورنه بے قابو کيدوروستو ژورې کندې ته پريوتو ۔
دپيښې وروستو ريسکيوټيمونو موقعې ته رسيدلي او امدادي کاروائي ئې پيل کړې وه ۔
ريسکيوحکام وائي چې پيښه کښې د يوې کورنۍ شپږ کسان پحق رسيدلي چې پکښې درې زنانه اويوماشوم هم شامل دې ۔
د زرائعو ترمخه پيښه کښي يو ماشوم ژوبل شوي هم دې، دا بدقسمته کورنۍ دجنوبي وزيرستان نه ټانک ته روانه وه چې لاره کښې د هغوي ګاډې د ډرائيورنه بے قابو کيدو وروستو دپيښې ښکار شو اوژورې کندې ته پريوتې دې ۔