اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې د نيشنل ايکشن پلان د اپيکس کميټۍ غونډۀ شوې چې پکښې وفاقي وزيرانو ، آرمي چيف جنرل عاصم منير او نور متعلقه چارواکو ګډون کړيدې ۔
غونډې ته خپله وينا کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې دښمن راله په انتظار ناست دې، د ملک خلاف سازشونه جوړونکې او سهولت کارانو د ختمولو وخت اوس راغلې دې ۔
وزيراعظم شهبازشريف مخکښې اووئيل چې خېبر پښتونخوا کښې موجود ترهه ګر د ملک امن لپاره لويه خطره ده، په يو اتفاق او اتحاد سره به ملک نه ترهه ګري او پاکستان کښې موجود د ترهه ګرو سهولت کار ختموؤ ۔
وزيراعظم اووئيل چې پاکستان کښې د بدامنۍ لپاره د افغانستان خاوره استعماليږي،د پولې هغې اړخ نه کيدونکي د ترهه ګرې د کارروائيو به حکومت غاښ ماتې جواب ورکوي ۔
هغه زياته کړۀ چې نن يو ښۀ مووقع ده پاکستان پاکستان سلامتي کونسل کښې د غير مستقل رکن په حيث دوه کالو لپاره ذمه وارۍ سنبهال کړي ، ان شا الله دې دوران به پاکستان په بهترينه طريقه خپل کردار ادا کوي ، او نړيوال سفارتکارۍ کښې به پاکستان بهرپور طريقې سره خپل کردار لوبوي ۔
وزيراعظم شهباشريف اووئيل چې تير څو هفتو کښې چې څه هم شوي، څنګه چې په اسلام آباد د قبضې کوشش شوې ، او بيا څنګه چې په سوشل ميډېا دروغ وئيلي شوي ،نيزدې وختونو کښې د دې مثالونه نۀ ميلويږي، کۀ چرې دا پروپيګنډې مونږ ختم نۀ کړې نو دا به مونږي ته ډېر زيان اورسوي ۔