پيښور هائيکورټ کښې د وژلې شوې اشتهاري ملزم ممتاز مړې ورثا ته حواله کولو په اړه دائر درخواست سماعت شوې، عدالت پښتنه کړې چې ممتاز د اسلام آباد نه چا راوستې؟ اوس ئې مړې چا سره دې؟ هائيکورټ حکم کړې چې پوليس دې زر تر زره د ممتاز مړې خپل خپلوانو ته اوسپاري، عدالت وئيلي د قبر کنستو کښې دې پوليس د خڼډ جوړولو نه ډډه اوکړي، او هسپتال انتظاميه دې هم ويډيو جوړ کړې او ځان دې دې اوساتي ۔
د پيښور هائيکورټ سماعت جسټس سيد ارشدعلي او جسټس بابر ستار د وژلې شوې اشتهاري ملزم ممتاز مړې حواله کولو په اړه د وارثانو په درخواست سماعت کړې ۔
سماعت دوران ايډيشنل ايډوکيټ جنرل عبدالرؤف عدالت ته وئيلي چې پوليس مړې حواله کولو ته تيار دې او پوليس وائي چې مړې به اصل وارثانو ته حواله کيږي۔
سماعت دوران عدالت وئيلي چې د قبر کنستلو په وخت دې هيڅ قسمه خنډ جوړ نۀ کړې شي، ايډوکيټ جنرل عدالت ته وئيلي چې ډيډ باډي هسپتال کښې ده او انتظاميې ته دې هدايت جاري کړې شي چې د حواله کولو په وخت دې ويډيو هم جوړه کړے شي ۔
عدالت د ملزم لاش اصل وارثانو ته د حواله کولو حکم جاري کړې او وئيلي دي چې د هسپتال انتظاميه دې د مړي ويډيو ريکارډ کړي او ځان سره دې اوساتي ۔
دې نه وړاندې د پيښور په ناردرن بائې پاس د پوليس او ملزمانو ترمينځ ډزو تبادله کښې درې ملزمان وژلي شوي، پوليس ترمخه مختلف جرمونو کښې ککړ ملزم ممتاز اسلام آباد نه پيښور ته منتقل کولو دوران په پوليس اهلکارو لاسي بم حمله شوې وه ۔
پوليس وئيلي چې دغه حمله کښې دوه اهلکار او ملزم ممتاز ژوبل شوې وو،د پوليس جوابي کاروائۍ دوران دواړه حمله کونکي وژلي شوي ۔
ژوبل ملزم ممتاز هم وروستو ساه ورکړې،هغه د انټرپول په ذريعه بحرين نه پاکستان ته منتقل کړې شوې وو ۔

