سيکيورټي فورسز بلوچستان کښې ترهه ګرو خلاف کاروائيانې کړي، آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائيانو کښې يويشت ترهه ګر وژلي شوي، ترهه ګرو سره د ډزو تبادله کښې دوه افسران او کسټمز اهلکار پشمول شپږ اهلکاران شهيدان شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز دبلوچستان چاغي او پشين ضلعو کښي ترهه ګرو خلاف کاروائيانې کړي ۔
آئي ايس پي آر خپل بيان کښې وئيلي چې کاروائيانو کښې د فتنه الهندوستان او فتنه الخوارج سره تعلق لرونکي يوويشت ترهه ګر خپل انجام ته شولې شويدي ۔
د پاک فوج ترجمان مخکښې وئيلي دي چې چاغي کښې ترهه ګرو لخوا د بهتې وصولۍ کوشش ناکامه کړې شوې، او يوولس ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق پشين کښې کسټمز هاؤس باندې د ترهه ګرو حمله ناکامه کړې شوې، او دې دوران لس ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي ۔
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې کاروائيانو دوران ترهه ګرو سره د ډزو تبادله کښې دوه افسران او کسټمز اهلکار پشمول شپږ اهلکاران شهيدان شوي دي ۔

