نائب وزيراعظم اسحاق ډار بشکيک کښې د ايس سي او سيکرټري جنرل سره ملاقات کړې،اوهغه ئې چيئرمين شپ لپاره د پاکستان ترجيحاتو اوحکمت عملۍ نه خبر کړې،پاکستان او ايس سي او نيزدې رابطې او تعاون جاري ساتلو باندې اتفاق کړې،اسحاق ډار په دې موقع د ايس سي او سيکريټري جنرل ته د پاکستان دورې بلنه هم ورکړې،کومه چې هغۀ قبوله کړې، دورې وخت به مشاورت سره مقرري کولې شي، اسحاق ډار د چين او ايران خارجه وزيرانو سره هم ليدۀ کاتۀ کړي ۔
خارجه دفتر مطابق نائب وزيراعظم اسحاق ډار په بشکيک کښې د ايس سي او سيکرټري جنرل سره ملاقات کړېدې، ايس سي او سيکرټري جنرل د چيئرمين شپ په سنبهالولو پاکستان ته اومبارکي ورکړېده ۔
نائب وزيراعظم د چيئرمين شپ لپاره د پاکستان ترجيحات او حکمت عملې نه ايس سي او سيکرټري جنرل خبر کړېدې، هغه د پاکستان ترجيحات حمايت او مکمل تعاون يقين دهاني ورکړېده ۔
ترجمان وائي چې پاکستان او ايس سي او سيکرټريټ د چيئرمين شپ دوران نژدې رابطې او تعاون جاري ساتلو باندې اتفاق کړېدې، د تنظيم ترجيحات مخ په وړاندې بوتلو لپاره مشترکه کوششونو جاري ساتلو باندې هم اتفاق کړې شوېدې ۔
نائب وزيراعظم د ايس سي او سيکرټري جنرل ته د پاکستان دورے کولو بلنه ورکړې کوم چې هغه قبوله کړېدې، د دغې دورے شيډول به د پاکستان خارجه دفتر او ايس سي او سيکرټريټ مشاورت سره کولې شي ۔

