جماعت اسلامي د پنډۍ لياقت باغ او مري روډ باندې دهرنا په شپږمه ورځ هم جاري، د دهرنے ګډون والو تعداد زيات شوې،او د زنانؤ پينډال هم جوړ کړې شويدې
د جماعت اسلامي مذاکراتي ټيم سره د حکومتي کميټۍ دمزاکراتو دوئم دوره هم مکمل شويدې
د حکومتي مذاکراتي او ټيکنيکل ټيم د جماعت اسلامي مطالباتو باندې غور کړېدې
حکومتي مذاکراتي ټيم کښې طارق فضل چودهري او امير مقام موجود وو او جماعت اسلامي کميټۍ مشري نائب امير لیاقت بلوچ کړېده
مذاکراتو نه پس لیاقت بلوچ ميډيا سره خبرو کښې وئيلي چې که چرې حکومت سنجيده نه وې نو مونږ به هم نن مذاکرات ختم کړي وو
لياقت بلوچ اووئيل چې مونږ مذاکرات ځکه جاري ساتو چې حکومت د لچک مظاهره کړېده
هغوي اووئيل چې حکومت زمونږ نکاتو سره اتفاق کړې، ولې دهرنا به جاري وي
د حکومتي کميټۍ رکن طارق فضل چودهري ميډيا سره خبرو کښې وئيلي دي چې جماعت اسلامي ټول مطالبات بالکل جائز دې او حکومت هم غواړي چې اولس ته ريليف ورکړي او اولس باندې بوج کم واچوي خو ملکی حالات هم کتل پکار دي
د حکومتي کميټئ غړي اووئيل چې بجلۍ بلونو کښې به نور ريليف هم ورکولې شي
طارق فضل چودهري مخکښې اووئيل چې د جماعت اسلامي مطالباتو باندې نور غور لپاره وخت طلب کړې شوې،ډير زر به دغه مسئله حل شي