ملاکنډ کښې په سوات ايکسپريس وے د سورلو ګاډې او ډمپر جنګيدو پيښه کښې څلور کسان مړۀ او نور اووۀ سخت ژوبل شويدي، ليويز چارواکو ترمخه د مړؤ او ژوبل کسانو تعلق د مردان،باجوړ او کوهستان سره دے، ژوبل کسان علاج لپاره هسپتال ته منتقل کړي شويدي ۔
افسوسناکه پيښه په ضلع مالاکنډ کښې په سوات ايکسپريس وے ټنل ټو سره هاغه وخت رامخې ته شوې کله چې فلائنګ کوچ او ډمپر د تيزرفتارۍ مظاهره کوله ۔
د ډمپر او فلائنګ کوچ جنګيدو پيښه کښې څلور کسان په موقع مړۀ شوي او نور اووۀ کسان سخت ژوبل شوي دي ۔
اطلاع ميلاويدو سره سم د موټروے پوليس او ريسکيو اهلکاران فوري د پيښي ځائې ته رسيدلي او ژوبل تنان ئې هسپتال ته منتقل کړي چرته چې ژوبل کسانو کښې د بعضو حالت تشويشناک ښودلې شوې ۔
د مړو او ژوبل کسانو تعلق د مردا ،کوهستان او باجوړ سره ښودلې شوې، ابتدائي اطلاعاتو ترمخه پيښه د تيزرفتارۍ لوجې مخې ته راغلې او دې لړ کښې نورې پلټنې هم شروع کړې شويدي ۔

