سنچورين کښې جاري د اولني ټيسټ ميچ په دريمه ورځ قامي ټيم خپل دوئم اننګز کښې دوه سوه ، اووه ديرش رنز باندې آؤټ شوې، او کوربه ټيم ته ئې ميچ ګټې لپاره د يو سل اته څلويښت رنز هدف ورکړيدې ۔
پاکستان طرف نه سعود شکيل ټولو نه زيات څلور اتيا، بابراعظم پنځوس،کپتان شان مسعود په اته ويشت، صائم ايوب اووه ويشت ،عامر جمال اتلس، کامران غلام څلور،محمدرضوان درې، او سلمان آغا په يو رن آؤټ شوې وو ۔
د جنوبي افريقې مارکو جانسن بهترين باؤلنګ کړې او شپږ وکټې ئې په خپل نوم کړېدي ۔
د دريمې ورځې لوبه ختميدو پورې د مقرره هدف په تعاقب کښې جنوبي افريقې درې وکټو په نقصان اووه ويشت رنز جوړ کړي ،او ميچ ګټي لپاره ورته د نور يو سل يويشت رنز ضرورت دې ۔
پاکستان اولني اننګز کښې دوه سوه ، يوولس او دوئم اننګز کښې دوه سوه اووه ديرش رنز جوړ کړېدي، کوربه ټيم خپل اولني اننګز کښې درې سوه يو رنز جوړ کړې وو، او د نوي رنز برتري ئې ترلاسه کړې وه ۔
ميچ کښې د څلورمې او آخري ورځې لوبه پاتې ده او پاکستان ته ګټې لپاره د اووه وکټو او جنوبي افريقې ته د يو سل يويشت رنز ضرورت دې ۔