پېښور – د ایس ایس پي آپریشنز مسعود احمد په ځانګړو لارښوونو د هغو کسانو په ضد سخت عملیات دوام لري چې په سوشل میډیا وسلې ښکاره کوي او ویډیوګانې یې اپلوډ کوي. د دغو عملیاتو په لومړي پړاو کې د شاه پور، فقیر آباد، مچني گیټ، پشتخره، ریګي، شاه قبول، داؤد زئی، خزانه، ټاون او په پهاړي پوره کې د پولیسو لخوا ۱۸ کسان نیول شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د وسلو ښکاره کولو ویډیوګانې سوشل میډیا ته پورته کولې. د عملیاتو په مهال د نیول شوو کسانو وسلې هم ترلاسه شوي، او د دوی په ضد مقدمې درج شوې دي، چې پلټنې یې روانې دي.
چارواکي وایي چې د وسلو ښکاره کولو پر ضد ځانګړي اقدامات دوام لري، او د سوشل میډیا مشهور کسان، چې د وسلو سره ویډیوګانې جوړوي، د نظر لاندې دي. د هغوی د نیولو لپاره ځانګړي ټیمونه مختص شوي دي، او دا لړۍ به تر هغه دوام لري څو ټول کسان ونیول شي.