د خېبر نيټ ورک او خېبر پښتونخوا محکمه اوقاف په مرسته پيښور کښې سيرت النبي کانفرنس شوې،کانفرنس کښې وزيراعلیٰ سهيل آفريدي، صوبائي وزيرانو او داسمبلۍ اراکينو هم ګډون کړې، بلخوا اسلام آباد کښې هم قامي سيرت کانفرنس شوې چې پکښې وزيراعظم شهبازشريف پشمول نور مشرانو ګډون کړېدې ۔
پیښور کښې د خېبر نيټ ورک او خېبر پښتونخوا محکمه اوقاف په مرسته پيښور کښې سيرت النبي کانفرنس شوې،کانفرنس کښې وزيراعلیٰ سهيل آفريدي، صوبائي وزيرانو او داسمبلۍ اراکينو هم ګډون کړې ۔
کانفرنس ته وينا کښې وزيراعلیٰ خېبر پښتونخوا وئيلي دي چې پيغمبر عليه السلام ولادت د ټول انسانيت لپاره رحمت او سعادت دې ۔
سهيل آفريدي اووئيل چې سيرت طيبه صلي الله عليه وسلم ټول انسانيت ته رهنمائي فراهم کوي، د امت مسلمه چيلنجز مقابله صرف د حضور عليه السلام په تعليماتو عمل سره ممکن ده ۔
بلخوا اسلام آباد کښې هم قامي سيرت کانفرنس شوې، چې پکښې وزيراعظم شهبازشريف او نور مشرانو ګڼ شمير کښې ګډون کړېدې ۔
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې دښمن پورا کوشش کړې چې مسلمان ملکونه تقسيم کړي، ولې د دښمن دغه سازش د فيلډ مارشل قيادت کښې ناکامه کړې شويدې ۔
د پاکستان ،سعودي عرب او ترکيه سره دفاعي معاهده شوې، امن لپاره د فيلډ مارشل عاصم منير خدمات ته خراج تحسين وړاندې کوم ۔
وزيراعظم شهبازشريف مخکښې اوووئيل چې د سيرت نبوي صلي الله عليه وسلم عملي کولو سره د د مشکلاتوحل ممکن دې ۔

