خېبر پښتونخوا او پنجاب کښې د اوسني بارانونو دوران څلور شپيتۀ کسان پحق رسيدلي او دوه سوه، اتۀ ديرش ژوبل شويدي، پي ډي ايم اے وئيلي چې پښتونخوا کښې پحق رسيدلي کسانو شميره دوه ديرش ته رسيدلي او پنځۀ ديرش ژوبل شوي،دې دوران دوه اوويا کورونو ته نقصان هم رسيدلې، بلخوا د پنجاب پي ډي ايم اے مطابق صوبه کښې بارانونو دوران مختلفو پيښو کښې نهه ويشت کسان پحق رسيدلي او دوه سوه درې ژوبل شويدي ۔
پراونشل ډيزاسټر مينجمنټ رپورټ مطابق خېبر پښتونخوا کښې د طوفاني باران او سيلابونو په نتيجه کښې پحق رسيدلي کسانو شميره دوه ديرش ته رسيدلې او د ژوبل کسانو شميره پنځۀ ديرش ده ۔
د پي ډي ايم اے له اړخه جاري شوي رپورټ کښي وئيلي شوي چې د تيزو بارانونو او سيلابونو لوجې مختلفو سيمو کښې دوه اويا کورونو ته نقصان رسيدلې دې ۔
پي ډې ايم اے وئيلي چې د ګرمو موسمي حالاتو او دمې دمې سره باران لوجې د ګليشئيرز ماتيدو خطره هم پيدا شوې ده او په دريابونو کښې د سيلابونو د خطرې امکان هم زيات شوې دې ۔
پي ډي ايم اے ترمخه چترال اپر ، چترال لوئر ، لوئر دير ، اپر دير ، سوات، مانسهره او کوهستان کښې انتظاميې ته الرټ جاري کړې شوې او حساس سيمو کښې د پرله پسې نګرانۍ هدايات هم جاري کړې شوې دې ۔
بلخوا پنجاب ډيزاسټرمينجمنټ وئيلي چې پنجاب کښې د پشکال بارانونو دوران نهه ويشت کسان پحق رسيدلي او دوه سوه درې ژوبل شويدي، رپورټ ترمخه مرګونه کچه او کمزورې کورونو غورځيدو ، آسماني بجلۍ او کرنټ لګيدو لوجې شوىدي ۔
د پى ډى ايم اے پنجاب ترجمان وينا ده چې بارانونو لوجې دوه پنځوس کورونو ته په جزوى توګه نقصان رسيدلې او دې دوران شپږ څاروي هم مړۀ شوي دي ۔

