اسلام آباد: د پاکستان سياسي کميټۍ اهمه غونډه شوې چې پکښې شپږويشتم آئيني ترميم پشمول د ملک سياسي صورتحال او نورو اهمو چارو باندې غور شوې دې ۔
د پي ټي آئي سياسي کميټۍ غونډې نه پس جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د پي ټي آئي سياسي کميټۍ په غونډه کښې د جوډيشل کميشن لپاره د نومونو ورکولو متعلق د سپيکر قومي اسمبلۍ په خط باندې تفصيلي خبري شويدي ۔
اعلاميے مطابق غونډه کښېپه متفقه توګه دا فيصله شوې چې تحريک انصاف ته د کميشن برخه جوړيدل پکار دي او بائد چې پارټي د دوانړو ايوانونو څخه د اراکينو نومونه ورکړي چې کميشن کښې د اپوزيشن نمائندګي اوکړې شي ۔
اعلاميه کښې وئيلے شوي چې د سياسي کمېټۍ د دې فيصلے توثيق به د پارټۍ د کور کميټۍ نه هم اخستلے شي او بيا به باني چيئرمين ته هم وړاندې کولے شي ۔