وزيراعظم شهبازشريف په سعودي عرب د حوثي باغيانو د بيلسټک ميزائل حملې په سختو ټکوکښې غندنه کړې،وزيراعظم وئيلي چې د حوثې باغيانو حملې د سعودي خودمختارۍ او او علاقائي سلامتيا لپاره لويه خطره ده، دې سره به منطقه کښې امن او استحکام ته نور زيان اورسي، وزيراعظم دا هم وئيلي چې پاکستان په دې نازک وخت کښې سعودي عرب سره کلک ولاړ دې ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف خپل يوبيان کښې د سعودي عرب سلامتيا لپاره دپاکستان غير متزلزل حمايت پخلې کړې اوز وئيلي دي چې په سعودي عرب دحوثي باغيانو حملو سره د منطقې امن او استحکام ته نور هم زيان رسيدو خطره ده ۔
وزيراعظم شهبازشريف مخکښي وئيلي دي چې پاکستان دې نازک ساعت کښې د برادر سعودي عرب سره د مکمل يو والي څرګندونه کوي ۔
وزيراعظم شهبازشريف زياته کړې چې پاکستان به منطقه کښې د امن او استحکام ،سلامتيا او افهام وتفهيم لپاره مخلصانه کوششونو حمايت جاري ساتي ۔

