د فيلډ مارشل سيد عاصم منير انقره کښې ترک صدر رجب طيب اردووان سره اهم ملاقات شوې، په دې موقع دواړو مشرانو ترمينځ دوه اړخيزه دفاعي تعاؤن، دفاعي صنعت کښې اشتراک، علاقائي سلامتيا، مشرقي وسطیٰ په تازه صورتحال اوپاک ترکيه سټريټيجک اړيکوباندې د خيالاتو بدلون شويدې، دې نه وړاندې فيلډ مارشل د ترکيه چيف آف جنرل سټاف سلچوق بائر سره هم ملاقات کړې،په دې موقع فيلډ مارشل د ترکيه مسلح افواج اعلیٰ فوجي اعزاز هم ورکړې شوې وو ۔
انقره: چيف آف ډيفنس فورسز فيلډمارشل سيد عاصم منير دوه ورځنې سرکارى دورې دوران انقره کښې د ترکيه صدر رجب اردووان سره ملاقات کړې ۔
د ترکيه ايوان صدر مطابق ملاقات انقره په ائيرپورټ شوې چرته چې صدر اردووان د قطر په سرکارى دوره روانيدو نه وړاندې فيلډ مارشل عاصم منير سره ملاقات کړې ۔
ملاقات په يو بنده کمره کښې شوې ، چې پکښې ترکيه نائب صدر ، چيف آف جنرل سټاف او قامى انټيلي جنس ادارې مشر هم موجود وو ۔
سرکارى ذرائعو د ملاقات تفصيلات نه دي جاري کړي ،او و ئيلي کيږي چې په دې موقع دواړو مشرانو ترمينځ پاک ترک دفاعي مرستې ، دفاعى صنعت کښې اشتراک ، علاقائي سلامتيا ، مشرق وسطى تازه صورتحال او دواړو ملکونو ترمينځ سټرتيجک شراکت دارۍ ته نوره وده ورکولو باندې خبرې شويدي ۔
دې نه وړاندې د خپلې ترکيه دورې پر مهال فيلډ مارشل عاصم منير د ترکيه چيف آف جنرل سټاف سره هم اهم ملاقات کړې ، او په دې موقع فيلډمارشل ته د ترکيه وسله وال فوج اعلى فوجي اعزاز هم ورکړې شويدې ۔

