آئي ايس پي آر له لورې جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان په کيچ ضلعې بالګتر سيمه کښې خفيه اطلاع باندې آپريشن کړېدې ۔
آئي ايس پي آر مطابق ترهه ګرو سره د ډزو سخته تبادله کښې څلور وسله وال وژل شوي چې پکښې انتهائي مطلوب ترهه ګر کمانډر ثنا عرف بارو هم شامل دې ۔
آئي ايس پي آر وائي چې کمانډر ثنا عرف بارو مکران ډويژن کښې خودکش حمله آور بهرتيانې کولې، وژل شوؤ ترهه ګرو نه وسله او بارود برآمد شويدي ۔
آئي ايس پي آر زياتوي چې په علاقه کښې د ترهه ګرو ممکنه موجودګۍ لوجې کليئرنس آپريشن روان دې، سيکيورټي فورسز بلوچستان کښې د ترهه ګرۍ خاتمے لپاره پرعزم دي ۔