داخله وزير محسن نقوي وئيلي چې افغانستان کښې پنځۀ ويشت څخه زيات د ترهه ګرو تنظيمونه سرګرم دي، د انتها پسند تنظيمونو خاتمه زمونږ د ټولو مشترکه ذمه واري دي ۔
داخله وزير محسن نقوي د متحده قامونو هيډ کوارټر کښې خپل روسي هم منصب ولاديمير اليګزينډر ووچ کولو کولټسيف سره ليدۀ کاته کړي دي ۔
ملاقات پر مهال دواړو مشرانو ترمينځ افغانستان کښې موجود ترهه ګرو نيټ ورکس خلاف په مشترکه حکمت عملۍ خبرې اترې شوې دي ۔
په دې موقع داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې افغانستان کښې پينځه ويشت څخه زيات د ترهه ګرو نيټ ورکس موجود دي ، د کوم خاتمه چې د ټولو مشترکه ذمه واري ده ۔
دغه دوران محسن نقوي د چين هم منصب وانګ ژاؤ هونګ سره هم ملاقات کړې چې پکښې بارډر مينيجمنټ ، غير قانوني اميګريشن ، منشياتو مخنيوي متعلق خبرې اترې شوېدي ۔
دې ترڅنګ داخله وزير محسن نقوي د متحده قامونو سکرټري جنرل انتونيو ګوتيرس سره هم ملاقات کړې چې پکښې د خطې موجوده صورتحال ، او افغانستان کښې موجود ترهه ګرو نيټ ورکس متعلق خبرې شوي دي ۔
ملاقات پر مهال د متحده قامونو سکرټري جنرل انتونيو ګوتيريس د عالمي امن لپاره د پاکستان د کوششونو ستائنه هم کړې ده ۔

