اعلیٰ عدليه کښې مداخلت اودرولو لپاره لاهور هائيکورټ ايس او پيز جاري کړيدي، عدالت امر کړې چې وزيراعظم هاؤس دې د آئي ايس آئي، او، آئي بي پشمول ټولوخفيه اداروته هدايات جاري کړي چې مستقبل کښې به لوئې وړو عدالتونو ججانو يا عملې ته اپروچ نه کوي، آئي جي پنجاب ته هم هدايت شوې چې ماتحت افسران دې عدليه کښې مداخلت نه اودرولې شي، د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالتونو کښې که مسئله وي نو متعلقه جج سره به مشاورت لازمي وي
عداليه کښې مداخلت باندي لاهور هائيکورټ اهم فيصله اورولي ده، جسټس شاهد کريم عدليه کښې مداخلت اودرولو لپاره پنځه نکاتي ايس او پيز جاري کړي، کوم کښې چي وزيراعظم افس ته وئيلي شوي چي د آئي ايس آئي، او، آئي بي پشمول ټولوخفيه اداروته هدايات جاري کړي چې مستقبل کښې به لوئې وړو عدالتونو ججانو يا عملې ته اپروچ نه کوي،
عدالت آئي جي پنجاب ته هم هدايت کړي چې ماتحت افسران دې عدليه کښې مداخلت نه اودرولې شي
ايس او پيز مطابق د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالتونو کښې که مسئله وي، نو متعلقه جج سره به مشاورت لازمي وي
هائيکورټ حکم ورکړے چي اے ټي سي ججان دي خپل موبائل کښې هر کال ريکارډ کوي، پنجاب کښې د انسداد ترهه ګرۍ خصوصي عدالتونه دي د نهمي مئي ټول کيسونو په ترجيحي بنيادونو فيصلے اوکړي