کراچۍ: د سټيټ بينک لخوا جارى شوې اعلاميې ترمخه د سټيټ بينک سالانه غونډې دوران ملک کښې په شرح سود او نورو معاملاتو تفصيلى خبرې شوى او دې دوران غټه فېصله شوې چې شرح سود کښې دې دوه سوه بيسس پوائنټ کمى سره دغه شرح ديارلس فېصده کړې شوېده ۔
جارى شوې بيان کښې وئيلى شوى چې د مالى معاملاتو جاج دوران دا خبره مخې ته راغلې چې ملک کښې ګرانى تيزې سره په لاندې روانه ده او طمع ده چې نزدې وختونو کښې د ګرانۍ کچه نوره هم لاندې راشى ۔
ماهرينو ترمخه شرح سود کښې د جون مياشت نه راپديخوا مسلسل په څلورم ځل کمې شوې چې وجه ئې ګرانۍ کښې کمى او بهر ملکونو نه ملک ته ترسيلات زر يعنى د پېسو راتګ دې ۔
ياده دې وى چې د اکتوبر مياشت دوران د ګرانۍ شرح اووه اعشاريه اوولس ريکارډ کړې شوې وه او دغې نه يو مياشت وړاندې يعنى ستمبر مياشت دوران ګرانى د څلور څلويښت مياشتو يعنى خواوشاه د درې نيم کاله کم ترينه سطح ريکارډ کړې شوې ۔