اطلاعاتو وزير عطاتارړ وئيلي دي چې بهارت راتلونکي شپږ ديرشو ګهنټو پورې پاکستان کښې د فوجي کاروائۍ اراده لري ، د جنګ له امله کيدونکي نقصاناتو ذمه وار به بهارت وي ، د بهارت د څه قسمه کاروائۍ به خُله ماتې جواب ورکوي ۔
د اطلاعاتو وزير عطا تارړخپل يو بيان کښې د بهارت منطقه کښې د مدعي ، منصف او جلاد جوړيدو کردار په سختې سره رد کړي ، وئيلي دي چې پاکستان په خپله تيرو دوه لسيزو راهسې د ترهه ګرۍ ښکار ملک دے ۔
هغۀ اووئيل چې پاکستان په ټوله نړۍ کښې د ترهه ګرۍ د هر شکل غندنه کوي ، د پهلګام پيښې پس پاکستان د يو ذمه وار رياست ثبوت ورکړې ۔
عطا تارړ زياته کړې چې پاکستان د حقائقو پته لګولو او محرکات معلومولو لپاره د پهلګام پيښې د آزادانه او غير جانبدارانه تحقيقاتو وړانديز کړے ، ولې بدقمستي ده چې بهارت د جنګ د لارې انتخاب کړې ۔
داسې څه قسمه ګام به نړۍ لوئې خطرې سره مخ کړې ، د سياسي مقاصدو لپاره د جنګ ماحول پيدا کول افسوسناک او بد قسمتۍ خبره ده ۔
اطلاعاتو وزير په ډاګه کړې چې د بهارت د څه قسمه مهم جوئي فيصله کن جواب به ورکولي شي ، د جنګ د نتائجو ذمه وار په بهارت وي ، د پاکستان قام به د خپلې خپلواکۍ او علاقائي سالميت په هر يو قيمت دفاع کوي ۔