د خېبر ضلعې لنډيکوتل سيمه کښې د يوې نامعلومه ناروغې لوجې پنځه ماشومان پحق رسيدلي دي، دوه ماشومان بے هوشۍ حالت کښې پيښور هسپتال ته منتقل کړې شويدي،بلخوا د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشيرې ثمر هارون بلور وئيلي دي چې د بيمارۍ تحقیقاتو او طبي معائنې لپاره د محکمه صحت میډیکل ټیم ذخه خېل ته لېږلې شويدې ۔
تفصېلاتو مطابق د خېبر پښتونخؤا قبائلي ضلع خېبر کښې د لنډيکوتل بازار ذخه خيل خوړ کلي کښې د يوې نامعلومه ناروغې لوجې د ئيو خاندان پنځه ماشومان پحق رسيدلي دي، دوه ماشومان بے هوشۍ حالت کښې پيښور هسپتال ته منتقل کړې شويدي ۔
سرکاري ذرائعو مطابق د ماشومانو پحق رسيدو معاملې پلټنې جاري دي، د سيمې خلقو کښې ويره ترهه هم خوره شوې، او ځائي خلقو غوښتنه کړې چې د معاملې تحقيقات دې اوکړې شي ۔
بلخوا د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشيرې ثمر هارون بلور په قبائلي ضلع خېبر کښې نامعلومه ناروغۍ لوجې د ماشومانو په ناڅاپي مړینه د خفګان څرګندونه کړې دې ۔
ثمر هارون بلور وئيلي چې د بيمارۍ تحقیقاتو او طبي معائنې لپاره د محکمه صحت میډیکل ټیم ذخه خېل ته لېږلې شوي دي ۔
ثمر هارون بلور مطابق د دوه زیر علاج ماشومانو حالت اوس د خطرې نه بهر دې او هغوي ته ټول ضروري طبي سهولیات ورکول کېږي ۔

