اليکشن کميشن کښي پی ټی آئی چيئرمين ،اسد عمر او فواد چوهدري خلاف توهين اليکشن کيس سماعت شويدی ،نګران حکومت پی تی آئی چيئرمين پيش کولو نه انکار کړی دی او ويلی دی چی پی ټی آئی چيئرمين ژوند ته خطره ده سماعت په اډياله جيل کښې اوکړی شی اليکشن کميشن سخت د غصی اظهار کړی او سيکرټری داخله يي راتلونکي سماعت کښي ذاتی حيثيت سره طلب کړی اليکشن کميشن ويلی دی چی نګران حکومت يو تن ده سيکورټی نشی ورکولی نو انتخاباتو کښي به سيکورټی سنګه ورکوئ۔
اليکشن کميشن کښي پی ټی آئی چيئرمين ،اسد عمر او فواد چوهدري خلاف توهين اليکشن کميشن کيس سماعت شويدی،اسد عمر او فواد چوهدري اليکشن کميشن ته پيش شوی وو،سماعت دوران وفاقي وزير داخله لخوا آئي جی پنجاب اپريشن د چيئرمين پی ټی آئی متعلق رپورټ جمع کړی چی د پی ټی آئی ژوند ته خطره ده ځکه هغه اليکشن کميشن ته نشو پيش کولی او پی ټی آئی چيئرمين سماعت په اډياله جيل کښې اوکړی شی۔
اليکشن کميشن په دی موقع سخت د غصی اظهار کړی او ويلی دی چی نګران حکومت يو تن ته سيکيورټی نشی ورکولی نو انتخاباتو کښي به سه کوی عام انتخابات کولو کښې به سيکيورټی سنګه ورکوی، اليکشن کميشن سيکرټری داخله راتلونکي سماعت کښي ذاتی حيثيت سره طلب کړی اليکشن کميشن سماعت تيارلسم نومبر پورې ځنډولي دی۔