سعودي عرب د پاکستان پنځه ارب ډالر قرض واپسي د درې کالو لپاره موخر کړيده،سټيټ بنک لخوا جاري شوي بيان ترمخه پاکستان سره د سعودي عرب اته ارب ډالر ډيپازټس پراته دي او سعودي حکومت د پنځه ارب ډالر قرض واپسي درې کالو لپاره موخر کړيده چې لوجې به ئې په پاکستان د ادائيګو دباؤ هم کم شي ۔
اسلام آباد: د خزانې وفاقي وزارت تصديق کړې چې سعودي عرب د پاکستان پنځه ارب ډالر قرض واپسي د درې کالو لپاره موخر کړيده ۔
وفاقي وزير خزانه د سټيټ بينک ګورنر جميل احمد لخوا وئيلي شوي چې سعودي عرب د پنځه ارب ډالر ډيپازټس رول اوور کړي ۔
وزارت خزانه ذرائعو وئيلي چې سعودي عرب رول اوور کښې درې کاله پورې توسيع شوې وه،ماهرينو مطابق د حاليه رول اوور سره به پاکستان باندې د قرض ادائيګو دباؤ کم شي ۔

