د پيښور بډه بېرې سيمه کښې زیر حراست ملزمانو د پولیس نه وسله اخستې او ډزې ئې کړې، پوليس مطابق د ملزمانو ډزو کښې دوه اهلکار ژوبل شويدي، پيښې نه پس ملزمان تښتيدلي، پوليس نورې پلټنې شروع کړېدي ۔
پيښور: د ابتدائي اطلاعاتو مطابق د پيښور بډه بېرې ایس ایچ او کوارټر بنګله کښې زیر حراست ملزمانو ھتکړۍ کهولاويدو نه پس پولیسو څخه وسله اخستې وه ۔
پوليس وئيلي چې ملزمانو د پوليس اهلکارانو څخه وسله اخستې وروستو ډزې هم کړي ،چې پکښې دوه اھلکار ژوبل شوي دي ۔
پوليس مخکښې وئيلي دي چې د پيښې وروستو د پولیس درنه نفري د پيښې ځائې ته رسیدلې او د ملزمانو نیولو د پارہ ئې سرچ آپریشن شروع کړيدې ۔

