پاکستان او کرغيزستان ترمينځ تجارت، آئي ټي، ترهه ګرۍ مخنيوي او موسمياتي تبديلۍ پشمول يو شمير لوظنامو باندې لاسليک شوې، بلخوا وزيراعظم شهبازشريف ته د کرغيزستان صدارتي محل ته رسيدو باندې تود هرکلې شوې، او ګارډ آف آنر ورته وړاندې کړې شويدې ۔
بشکیک: پاکستان او کرغيزستان ترمينځ تجارت، آئي ټي، ترهه ګرۍ مخنيوي او موسمياتي تبديلۍ پشمول يو شمير لوظنامو باندې لاسليک شوې ۔
دې لړ کښې دستوره د کرغيزستان په بشکيک ښار کښې شوې، چې پکښې وزيراعظم شهباشريف او کرغيز صدر صادر ژاپاروف ګډون کړې ۔
دستورې نه پس دواړو مشرانو شريکې خبرې غونډې ته وينا هم کړې، وزيراعظم وئيلي چې دواړه ملکونو به ترهه ګرۍ خاتمې پشمول مختلفو شعبوکښې مشترکه کار او يوبل سره مرستې کوي، کرغيز صدر وئيلي چي پاکستان سره اړېکې نورې سيوا کولو عزم لرو ۔
وزيراعظم شهبازشريف ته د کرغيزستان صدارتي محل ته رسيدو باندې تود هرکلې شوې، او ګارډ آف آنر ورته وړاندې کړې شوې دې ،په دې موقع د دواړو ملکونو ترانې هم غږولې شوي ۔
صدارتي محل کښې وزيراعظم د کرغيزستان صدر صادر ژاپاروف سره ملاقات کړې، وزيراعظم د دواړو ملکونو ترمينځ ټرانزټ ټريټ د معاهدې هرکلې کړې ۔
وئيلي دي چې کرغزستان سره تجارت دوه ارب ډالر ته سيوا کول غواړو،د کرغزستان صدر پاکستان سره اړيکې مضبوطولو د عزم اظهار کړې ۔
وزيراعظم شهبازشريف د کرغيزستان دوه مکمل شوې ده، په دې موقع د کرغيزستان صدر په خپله ګاډې چلولې، وزيراعظم شهبازشريف ئې ايئر پورټ ته راوستې، او په مخۀ ښه ئې کړي ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د کرغيز صدر په خپله ګاډې چلول او وزيراعظم ايئر پورټ ته راوستل د مثالي ميلمستيا او مضبوط تعلقاتو څرګدونه ده ۔

