د پاک فوج ترجمانې ادارې آئي ايس پي آر مطابق اتلسمې او نولسمې جنورۍ په شپه سيکيورټي فورسز د بلوچستان ژوب ضلعې په سمبازه سيمه کښې د ترهه ګرو لخوا د دراندازۍ هڅه ناکامه کړې ده ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې کاروائي دوران ترهه ګرو لخوا دراندازۍ هڅه ناکامه کړې او پنځه ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
آئي ايس پي آر مطابق پاکستان بار بار د افغان عبوري حکومت نه په بارډر د موثر سيکيورټي انتظام باوري کولو غوښتنه کړې ده، طمع ده چې د افغانستان عبوري حکومت به خپله ذمه واري ترسره کوي ،او ترهه ګرو ته به د خپلې زمکې د استعمال اجازت نۀ ورکوي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې سيکيورټي فورسز د ملک نه ترهه ګرو لعنت ختمولو لپاره پر عزم دې ۔