سرکاري سرچينو وئيلي دي چې د کرمې ډپټي کمشنر جاويد محسود باندې ډزو کښې ککړ کسانو کښې د پنځو حمله کونکو پيژندګولو شويده ، دغه حمله کونکو کښې سهولت کار هم شامل دي ۔
ذرائعو ترمخه دحه حمله کونکي کسانو خلاف به ايف آئي آر درج کولې شي او دوي خلاف به سخته قانوني کاروائي کولې شي ۔
دې لړ کښې ډېر زر کوهاټ کښې يوه اهم غونډه رابللې شوې او د دې غونډې مشري به چيف سيکريټري نديم اسلام چودهري کوي، دې اجلاس کښې به آئي جي ،آر پي او او ډي پي او هم ګډون کوي ۔
سرکاري ذرائعو مطابق د دې اجلاس فيصله تيره شپه ناوخته د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور مشرۍ کښې شوې د هنګامي اجلاس دوران شوې وه ۔
سرچينو دا هم وئيلي چې ډي سي باندې حمله کښې ککړ ملزمان او سهولت کار فوري نيولو لپاره آئي جي خېبرپښتونخوا ته ذمه وارۍ هم ورکړې شويدي ۔