محکمه موسميات راتلونکي شواروز دوران د ملک زياتره علاقو کښي د ګرم او وچ موسم پيش ګوئي کړي ، د خيبر پختونخوا بالائي علاقو کښي د جاکړ سره د معمولي باران امکان هم ښودلے شوے بلخوا چيف ميټرولوجسټ وائي چي نولسم جون نه پس به ملک کښي پري مون سون بارانونه شروع کيږي ولي د لوئي اختر په موقع ميداني علاقو کښي د باران امکان نيشته.
د موسمياتو محکمي مطابق راتلونکي څليرويشت ګهنټو دوران به د ملک زياتري علاقي د سختي ګرمي د اثر لاندي وي ، موسم به وچ وي ولي د خېبر پختونخوا بالائي علاقو کښي د شپي په وخت د تيزي سيلي چليدو امکان څرګند کړے شوے ۔
بلخوا چيف ميټرولوجسټ سردار سرفراز وئيلي چي د نولسم جون نه پس ملک د پري مون سون بارانونو شروع کيدو امکان دے ، څخکال د معمول نه زياتو بارانونو پيش ګوئي شوي ۔ چيف ميټړو لوجسټ زياته کړي چي د لوئي اختر په موقع باندي ميداني علاقو کښي د باران څه امکان نيشته ۔