بي ار ټي منصوبه يو ځلي بيا د مالي خساري سره مخ شوي زرايع وائي چي کے پي اربن موبيلټي اتهارټي صوبائي
حکومت ته خط ليکلي چي پکښي د کرايه زياتوالي تجويز هم شامل دي.
زرايع ترمخه کے پي موبيلټي اتهارټي دا تجويز ورکړي چي د بي ار ټي په کرایه کښي دي پنځو روپو نه واخله تر شل روپو پوري اضافه وکړي شي ځکه چي د کرايه اضافي سره به سالانه امدن تخمينه يو ارب شپږ دیرش کروړه دري ديرش لاکهه روپي ده او دويم تجويز دا ورکړي شوي چي کرايه کښي د اضافي سره به يعنی پنځه يا لس روپي اضافي سره به سالانه اووشپيته کروړه يوويشت لاکهه امدن تر لاسه شي زرايع ترمخه تيلو قيمتونه کښي اضافي باوجود بي ارټي په کرايه کښي له دوباره اضافه نه ده شوي زرايع وايي چي په کرايانو کښي اضافه نه کولو لوجي صوبائي حکومت باندي د سبسډي بوج دي ولي دي اضافي سره به بوج کم شي بلخوا ترجمان بي ار ټي وايي چي دوي خط په نومبر دوه زره دويشتم کښي ليږلي وو حو په هغي له تر دي دمه هيڅ قسمه عمل نه دي شوي او تير بورډ اجلاس کښې پري بحث هم شوي وو خو له هغه شان پاتي دي.