د پاکستان آرمي رائفل ايسوسي ايشن مقابلې سر ته راسېدلې، مقابلو کښې آرمي، نيوي، ايئرفورس، سول آرمډ فورسز او د رينجرز شوټرز برخه اخېستې، آئي ايس پي آر وائي چې آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير دستورې کښې میلمه په حيث ګډون کړې، آرمي چيف او ائير چيف کامياب لوبغاړو ته ټرافيانې او ميډلز ورکړي.
د آئي ايس پي آر ترمخه ميګا شوټنګ ايونټ درئم نه تر اووم اکتوبر پورې جهلم کښې منعقد کړې شوېدې، آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير دستورې کښې د ميلمه په توګه ګډون کړېدې، لوبو مقابلو کښې آرمي، نيوي، ايئرفورس، سول آرمډ فورسز او د رينجرز شوټرز برخه اخېستې ده
د شوټنګ تر ټولو لوئي اعزاز ‘‘دي ماسټر ايټ آرمز‘‘ ټرافي د فرنټيئر فورس رجمنټ لانس نائيک بنارس ته ورکړې شوېدې، بهترين شوټ ميچ ټرافي د آرټلري رجمنټ نائيک شير افضل ته ورکړې شوېدې
د انټر سروسز ميچونو کښې پاکستان آرمي څلور واړو مقابلو کښې کاميابي ترلاسه کړيده، نيوي دوئم او ائيرفورس درئم پوزيشن ترلاسه کړېدې، پيرا فائرنګ ميچونو کښې پنجاب رينجرز وړومبې انعام ګټلې دې، آرمي چيف د بهترين نشانه بازې لپاره د شوټرز کارکردګې ستائينه کړېده#