احتساب عدالت د باجوړ، خيبر او مومند ترقياتي منصوبو کښې شوي کرپشن ريفرنسو کښې ککړ ملزمانو پيشې نوټس جاري کړې،نيب حکامو عدالت ته وئيلي دي چې يوديرش ملزمانو مختلف ترقياتي سکيمونو کښې کرپشن کړې دغه ملزمانو کښې د پبلک ورکس ديپارټمنټ نورلس افسران هم شامل دي،مونږه تحقيقات مکمل کيدو روستو احتساب عدالت کښې ريفرنس جمع کړې۔
د احتساب عدالت جج ګوهر رحمان عدالت کښې د درې قبائيلي ضلعو مختلفو منصوبو کښې شوي کرپشن کيس سماعت شوې،
سماعت دوران نيب حکامو عدالت ته وئيلي دي چې حکومت دوه پنځوس منصوبو لپاره اتيا اربه روپئ فنډ مختص کړې۔
و،متعلقه فنډونه د دوه زره يويشتم او دويشتم بجټ کښې مختص کړې شوې وو،نيب حکامو دا هم وئيلي دي چې مختس شوي فنډز کښې ملزمانو په يارۍ دوستۍ کښې اووه څلويښت ټيکے ورکړې۔
نيب حکامو احتساب عدالت ته دا هم وئيلي دي چې ملزمانو جعلي پيمائش دلارے بکس ادائيګائيانې هم کړ،ملزمانو قامي خزانې ته د کروډاو روپو نقصان رسولې۔
عدالت د کيس سماعت شپږيشتم سمبر پورې ځنډولې او د تولو ملزمانو پيشۍ نوټس ئې جاري کړې۔