د بلوچستان په کوهلو سيمه کښې نامعلومه وسله والو يوولس مزدوران قتل کړېدي،پوليس مطابق دغه مزدوران د اغوا کيدو ورستو قتل کړې شوي، مزدورانو به د چمالنګ د کوئلې په درنګونوکښې کار کولو ، د پېښې نه پس سيمه سيکورټي فورسزسيمه په خپله ولقه کښې اخستې او د ملزمانو نيولو لپاره ئې لټوني عمليات پيل کړېدي ۔
کوهلو: پوليس چارواکو وئيلي دي چې دا افسوسناک پېښه د کوهلو تحصيل جندران په هوستړي سيمه کښې رامخې ته شوې ده، چرته چې نامعلومو وسله والو يوولس مزدوران تښتولو نه پس وژلي دي ۔
پوليس چارواکو مخکښې وئيلي ديچ ې په وژلي شوي مزدورانو کښې د دُکۍ درې،سنجاوي يو او د افغانستان اووۀ اوسېدونکي شامل دي ۔
د کوهلو ايس پي طيب اقبال وئيلي دي چې د دُکۍ اوسېدونکي وژلې شوي کسانو کښې محمد خالد، ګل محمد او نياز محمد په نومونو پېژندګلوشوي ۔
هغوي اووئيل چې د سنجاوي اوسېدونکي محمد حسن شناخت هم شوې، د افغان وګړو نومونه عصمت الله، فيروز خان، جار الله، عبدالناصر، عبدالکبير، عبد الرحمان او خان ښودلې شوي دي ۔
د پېښې اطلاع ترلاسه کېدو سره سم د پوليس درنه نفري د پېښې ځائې ته رسيدلې او مړي ئې ډي اېچ کيو هسپتال ته منتقل کړي، پوليس سيمه ولقه کښې اخستې اود ملزمانو لټون لپاره ئې سرچ آپرېشن شروع کړې دې ۔

