د جمعيت علمائے اسلام امیر مولانا فضل الرحمان ځوئې اسجد محمود خوشې کړې شوې او بېرته خپل کور ته رسېدلې دې، سرچينې وائي چې د جے يو آئي مشرانو او پوليس افسرانو ترمينځ د مذاکراتو وروستو مولانا اسجد محمود رها کړې شوې، دې نه وړاندې سي ډي اے په اسلام آباد کښې د مولانا فضل الرحمان رهائش ګاه سيل کړې او د کور د مالک امان الله د رهائشي پلاټ الاټنمنټ ئې هم منسوخ کړې، دغه کاروائۍ دوران مولانا اسجد محمود نيولې شوې وو ۔
اسلام آباد: د جے يو آئي مشر مولانا فضل الرحمان ځوې مولانا اسجد محمود د خوشې کېدو وروستو واپس خپل کور ته رسېدلې دې ۔
سرچينو ترمخه د جے يو آئي مشرانو د اسلام آباد په تهانه سېکرټرېټ کښي د پوليس افسرانو سره مذاکرات کړي چې وروستو اسجد محمود خوشې کړې شوې دې ۔
د خوشې کېدو وروستو ميډيا سره خبرو کښي د جے يو آئي د امير مولانا فضل الرحمان ځوي مولانا اسجد محمود وئيلي چې واپس راغلې يم او کارکنان دې پُرامنه اوسي ۔
ياده دې وي چې تر دې وړاندې د جے يو آئي ترجمان د هغه د نيولو دعوه کړې وه، خو اسلام آباد پوليس د ګرفتارۍ خبرونه رد کړي وو ۔
دې نه وړاندې سي ډي اے په اسلام آباد کښې د مولانا فضل الرحمان رهائش ګاه سيل کړې او د کور د مالک امان الله د رهائشي پلاټ الاټنمنټ ئې هم منسوخ کړې، دغه کاروائۍ دوران مولانا اسجد محمود نيولې شوې وو ۔

