د پاکستان سياسي او عسکري قيادت په خلا کښې د ملک د وړومبي خلا باز محمد ذيشان علي سره نېغ په نېغه رابطه کړې او د هغه حوصله افزائي ئې کړې ده، وزيراعظم شهباز شريف او فیلډ مارشل عاصم منير د سپارکو د دورې پرمهال د چين په تيانګونګ خلائي سټيشن کښې موجود پاکستاني خلا باز سره خبرې کړې دي ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف او فیلډ مارشل عاصم منير د پاکستان وړومبي خلا باز وِنګ کمانډر محمد ذيشان علي سره نېغ په نېغه رابطه کړې، دا رابطه د پاکستان د وړومبي انساني خلائي مشن په لړ کښې يو مهم پېشرفت بللے شي، چې ورسره د ملک سياسي او عسکري قيادت ته په مدار کښې موجود د پاکستاني خلا باز سره د خبرو کولو موقع ترلاسه شوې ده ۔
د دې موقعې لپاره وزيراعظم شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، فیلډ مارشل عاصم منير، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ او د چين سفير جيانګ زي ډونګ د سپارکو دوره کړې، چرته چې وزيراعظم او فیلډ مارشل د چين د تيانګونګ خلائي سټېشن سره رابطه کړې او د پاکستاني خلا باز محمد ذيشان علي سره ئې خبرې اترې کړې دي ۔
په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې نننۍ ورځ د پاکستان د څليريشت کروړه اولس لپاره د فخر ورځ ده، ځکه چې محمد ذيشان علي د پاکستان وړومبې خلا باز دے او په خلا کښې د هغه موجودګي د ټول قام لپاره اعزاز دے، وزيراعظم زياته کړې چې قام په داسې ځوانانو فخر کوي چې حوصلې ئې د ستورو نه هم اوچت پرواز کوي ۔

فیلډ مارشل عاصم منير د محمد ذيشان علي سره په خبرو کښې وئيلي چې د هغه په تاريخي کاميابۍ ټول قام او وسله وال ځواکونه فخر کوي، د پاکستان يو بچے خلا ته رسېدلې او دا ئې يوه لويه کاميابي ترلاسه کړې ده، فیلډ مارشل وئيلي چې د پاکستان او چين دوستي بے مثاله ده او دا دوستي د هماليه غرونو نه اوچته، د سمندرونو نه ژوره او د شاتو نه خوږه ده ۔
هغۀ زياته کړې چې د پاکستان او چين دوستي اوس خلا ته رسېدلې ، په خلا کښې د پاکستان موجودګي د علامه اقبال د هاغه فکر عملي څرګندونه ده چې د ځوانانو د لوړو حوصلو او پرواز پيغام ورکوي ۔
د دې په جواب کښې پاکستاني خلا باز وِنګ کمانډر محمد ذيشان علي وئيلي چې په خلا کښې د پاکستان نمائندګي کول ډېر د فخر او اعزاز خبره ده، د زمکې نه څلور سوه کلوميټره بره، په يو سيکنډ کښې د اووه اعشاريه نهه کلوميټر په رفتار سره د پاکستان نمائندګي کوم ۔
ذيشان علي د وزيراعظم او فیلډ مارشل د حوصله افزائۍ په جواب کښې د هغوي د نېکو هيلو او حوصله افزئۍ مننه کړې او وئيلي دي چې د طے شوي منصوبې مطابق خپلې ټولې ذمه وارۍ په غوره توګه ترسره کولو کوشش کوي، هغه زياته کړې چې د چين په خلائي سټېشن کښې هغه د سائنسي تحقيق په اړه خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي ۔

