د خیبر پښتونخوا په دولس مخصوص ضلعو کښې د ترقیاتي کارونو او انتظامي نظام د ښۀ کولو لپاره مهمې فيصلې شويدې، د کور کمانډر پېښور لیفټننټ جنرل نعیم اختر په مشرۍ کښې شوې د اے آر ډې سې غونډه کښې د نوي ارب روپو ترقیاتي منصوبو اعلان شويدې بلخوا ډپټي کمشنرانو ته د مجسټرېټ اختيار ورکولو فېصله هم شوېده ۔
پېښور کښې د کور کمانډر لیفټننټ جنرل نعیم اختر په مشرۍ کښې د اے آر ډې سې غونډه شويده، غونډې ته وئیلي شوې چې په دولس نامزد ضلعو کښې به د نوي ارب روپو ترقیاتي منصوبو باندې کار ډير زر شروع شي، د صحت او تعليم منصوبو ته به ترجيح ورکولې شې، د قيام امن لپاره به پوليس او سي ټي ډي ته څلويښت ارب روپۍ ورکولې شې ۔
د انتظامې نظام د مضبوطۍ لپاره د ډويژن، ضلع او تحصيل په سطح کميټۍ جوړيږې چي پکښې به د اے آر ډې سي ممبرز شامل وي، ضلعې کميټو کښې به انتظاميه، پوليس او فوجې افسران شامل وي او تحصيل کميټو کښې به پوليس سره د علاقې مشران ، ځوانان، صحافيان، زنانه او اقليتي نمائندګان شامل وې ۔
کور کمانډر لیفټننټ جنرل نعیم اختر په خپل خطاب کښې اووئيل چې ډپټي کمشنرانو ته د مجسټرېټ اختيارات ورکولو فېصله شوې او د ټولې دوه ديرش سرکارې محکمې به ډپټي کمشنر ته جواب ده وي، او د سرکارې ملازمينو اے سي آرز ليکل به هم ډي سي او اسسټنټ کمشنرانو ذمه وارې وې ۔
د کونسل چیئرمېن انجینئر شوکت الله خان او وائس چیئرمېن ملک خان مرجان وزیر اووئيل چې د دولسو ضلعو اولس د کونسل نه ډيرې طمعې لري، او د نوې نظام د شروع کېدو نه پس په کرپشن کښې کمې راغلې دې ۔
غونډه کښې ټول اراکينو صوبه کښې د امن او ترقیاتي کارونو لپاره د خپلې مرستې يقين دهاني ورکړې ده ۔

