يورپ ته په غير قانوني توګه تلونکي د باجوړ پنځه ديرش نه زيات ځوانان د ليبيا سره نيزدې د کشتۍ ډوبيدو په پيښه کښې بے درکه شوي، او يا پحق رسيدلي دي ۔
د انسانې سمګلرانو په دهوکه د بهتر روزګار او روښانه مستقبل په تکل کښې دغه ځوانان يورپ ته تلل چې په لار کښې ئې کشتۍ ډوبه شوې ده ۔
پيښه کښې تردې دمه بے درکه يا پحق رسيدلي زياتره کسانو تعلق د سالارزئې سيمې سره ښودلې کيږي، بلخوا دغه دردناکې واقعې نه پس ټول باجوړ کښې د غم او سوګ فضا خوره ده ۔
کشتۍ پيښۀ کښې پحق رسيدلي کسانو خپل خپلوانو وئيلي دي چې هغوي ته د پيښې خبر ايجنټ ورکړې، او وئيلي دي چې کشتۍ يويشتم نومبر باندې ډوبه شوې وه ۔
لواحقينو مطابق ايجټ وئيلي چې د پيښې ځائې نه اوسه پورې د يو کس مړې هم نۀ دې ميلاؤ شوې، بلخوا تحصيل ماموند کښې غائبانه جنازه هم ادا کړې شوې ده ۔
بلخوا د باجوړ ضلعي پوليس افسر خان زيب مومند واضحه کړې چې انساني سمګلنګ کښې ايجنټانو خلاف بهرپور کريک ډاؤن جاري دې، او يورپ ته په غير قانوني توګه ځوانان ليږونکي سمګلرانو ډيتا جمع کولې کيږي ، خلاف به ئې سخته کاروائي کولې شي ۔

