وفاقي حکومت د پېټروليم مصنوعاتونرخ کښې نور کمې کړې، نوټيفيکېشن ترمخه د پټرول قيمت کښې في ليټر څلور روپۍ کمې شوې، چې ورسره د پټرول نوې قيمت درې سوه څوارلس روپۍ مقرر شويدې، اوګرا مطابق ډيزل قيمت کښې پنځه روپۍ کمې شوې ،او د ډيزل نوې قيمت درې سوه اته څلوېښت روپۍ في ليټر مقرر شوېدې ۔
اسلام آباد: وفاقي حکومت د پيټرولو او ډيزل په قيمتونو کښې نور کمي اعلان کړې او دې حوالې سره آئل اينډ ګيس ريګوليټري اتهارټي لخوا نوټي فکيشن هم جاري شويدې ۔
نوټيفيکېشن ترمخه د پېټرولو په قيمت کښې څلور روپۍ في ليټر کمې شوې چې ورسره د پټرول نوې قيمت درې سوه څوارلس روپۍ في ليټر مقرر شوېدې ۔
نوټيفيکېشن کښې وئيلي شوي چې د ډيزل په قيمت کښې هم پنځه روپۍ في ليټر کمې شوې او نوې قيمت ئې درې سوه اتۀ څلوېښت روپۍ في لټر مقرر شوې دې ۔

