صدر مملکت آصف علي زرداري،وزير اعظم شهباز شريف، فيلډ مارشل عاصم منير او د خېبرپښتونخوا اطلاعاتو مشيرې ثمر هارون بلور د پاکستان اولني خلائي مشن باندې ټول قام ته اومبارکي ورکړې، سياسي مشرانو او فيلډ مشرانو د پاکستان اولني خلاباز ذيشان علي ته هم شاباسې ورکړې،او وئيلي چې دا تاريخي مشن به پاکستان لپاره خلائي پروګرام په شعبه کښې نوې دروازې کهولاؤ کړي ۔
صدر مملکت آصف علي زرداري په خپل پېغام کښې د خلائي مشن کاميابي او د خلابازانو د محفوظ بېرته ستنېدو لپاره نېکې هیلې څرګندې کړې دي ۔
صدر آصف علي زرداري وئيلي چې د چین مرستې د پاکستان په خلائي سفر کښې مهم کردار لري او دغه تاریخي مشن به د پاکستان د فضايي پروګرام لپاره د نوې امکاناتو لارې پرانیزي ۔
بلخوا وزیراعظم شهباز شریف هم د پاکستاني خلاباز ذیشان علي د چین د شینزو څيلريشتم فضائي مشن ته لارې تیانګونګ فضائي مرکز ته د روانېدو په مناسبت ټول قام ته اومبارکي ورکړې ده ۔
د آئي اېس پي آر مطابق فیلډ مارشل عاصم منير، د بحري ځواکونو مشر، د هوائي ځواکونو مشر او د نېشنل سټرټېجک کمانډ کمانډر د پاکستان د وړومبې انساني خلائي مشن په کاميابۍ قوم ته اومبارکي ورکړې ده، وینګ کمانډر محمد ذيشان علي د پاکستان وړومبې خلا باز دے، دا کاميابي د ټول قام لپاره د وياړ سبب ګرځېدلې ده ۔
وسله وال ځواکونو د سپارکو سائنسدانانو، انجينئرانو او تکنيکي ټيمونو کوششونه ستائلې او په تاريخي خلائي مشن کښې د مرستې په خاطر ئې د چين د قيادت او اولس مننه کړې ده ۔
آئي اېس پي آر زياته کړې ده چې مسلح ځواکونه د وینګ کمانډر محمد ذيشان علي د نورو کاميابيو لپاره نېکې هيلې لري ۔
دې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو، ریلیف، بحالۍ او آبادکارۍ مشیرې ثمر هارون بلور د پاکستان د اولني خلا باز ونګ کمانډر محمد ذیشان علي په تاریخي خلائي سفر د خوشحالي څرګندونه کړې او وئیلي دي چې دا تاریخي کامیابي د ټول قام او په خاصه توګه د ځوانانو لپاره د ویاړ خبره ده ۔

