ايشيا کپ رائزنګ سټار ټورنامنټ کښې پاکستان په شپږ نوي رنز نيپال ته شکست ورکړې ،دپاکستان يو سل، اتۀ شپيتۀ رنز جواب کښې د نيپال ټول ټيم اتلسم اوور کښې دوه اوويا رنز باندې آؤټ شويدې، پاکستان طرف نه محمد حسنين او سفيان مقيم درې ۔
د قطر په دوحه ښار کښې د رائزنګ سټارز اېشيا کپ لوبيدلې ميچ کښې پاکستان اول بيټنګ کړې وو او ټول ټيم په دوه څلوېښت اوورونو کښې په يو سل اتۀ شپېته رنز باندې آوټ شوې وو ۔
د پاکستان لخوا وکټ کېپر بېټر روحيل نذير په څلور شپېته رنزونو ناټ آوټ پاتې شوې وو، حسن نواز اتۀ ويشت او احمد دانيال شپاړس رنز جوړ کړي وو ۔
د نېپال لخوا راشد خان ښۀ بولنګ کړې وو او د پاکستان پنځه لوبغاړي ئې آوټ کړې وو، ابهېشېک ګوتهم دوه، سنديپ لاميچنې او کوشل بهرتل يو يو وکټ ترلاسه کړې وې ۔
د يو سل نهه شپېته رنز هدف په تعاقب کښې د نېپال اے ټيم په اوولس اعشاريه درې اوورز کښې په دوه اوويا رنز آوټ شوې او پاکستان دغه ميچ په شپږ نوي رنز ګټلې دې
پاکستان طرف نه محمد حسنين او سفيان مقيم درې ، درې او محمد عمران دوه وکټې اخستي وې، شاندار څلورشپيتۀ رنز جوړولوباندې روحيل نذير د ميچ غوره لوبغاړي ګرځولې شويدې ۔
ميچ ګټلو سره پاکستان د ايونټ سيمي فائنل ته کواليفائي کړې، د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ به دوئم سيمي فائنل په اووۀ ويشتم نومبر لوبيږي، اولني سيمي فائنل کښې به د بهارت او سري لنکا ترمينځ په شپږ ويشتم نموبر مقابله وي ۔

