د ټي بي هسپتال بغداده مردان ودانۍ ډيره خسته حال شوې او څه وخت هم د لوئې حادثې سبب جوړيدې شي،ځائي اوسيدونکيو د موجوده حکومت نه دې لړ کښې د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې او وئيلي دي که چريې د دې هسپتال ودانۍ جوړه کړې شي نو د سينې رنځونو مريضانو ته به ډيره اسانتيا په لاس ورشي ۔
مردان: د ټي بي هسپتال بغداده مردان ودانۍ په کال نورلس سوه اووم کښې د انګريز په دور کښې جوړه شوې وه ، او اوس دغه ودانۍ انتهائي خسته حال شوې او غورځيدو ته نيزدې ده کوم چې څه وخت هم د لوئې حادثې سبب جوړيدې شي ۔
د خرابې ودانۍ لوجيې هسپتال انتظاميه د مريضانو داخلولو نه ډډه کوي چې لوجې ئې د سينې د رنځونو مريضان د سختو ستونزو سره مخ دي ۔
ځائي خلقو موجوده حکومت ته اپيل کړې چې د نورو هنګامي ګامونو په رنګ دې د ټي بي هسپتال مردان ودانۍ بيا جوړولو په اړه ګامونه پورته کړي او د هسپتال لپاره دې نوې عمارت تعمير کړي چې ورسره به د سينې رنځونو مريضانو ته ډيره اسانتيا په لاس ورشي ۔

