ويمنز ايشيا کپ اهم ميچ کښې بهارت په اووۀ وکټو پاکستان ته شکست ورکړې ،د پاکستان ټيم شپږ پنځوس رنز هدف بهارتي ټيم درې وکټو په زيان نهم اوور کښې پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ۔
دبئي کښې لوبيدلې د ويمنز ايشيا ټي ټي ټوينټي کپ نهم ميچ کښې پاکستان ټيم ټاس ګټلو نه پس اول په خپله د بيټنګ فيصله کړې وه ۔
پاکستان ويمنز ټول ټيم نورلس اوور کښې پنځۀ پنحوس رنز باندې آؤټ شوې وو، چې پکښې ټولو نه زيات شوال ذوالفقار څوارلس او منيبه علي ديارلس رنز جوړ کړي وو ۔
بهارت طرف نه شري چراني او پريما راوت درې ، درې وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
د پاکستان شپږ پنځوس رنز هدف بهارتي ټيم نهم اوور کښې درې وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ۔
پاکستان طرف نه فاطمه ثنا درې وکټې په خپل نوم کړي دي ، شري چراني ته شاندار بولنګ باندې د ميچ غوره لوبغاړي انعام ورکړې شويدې ۔

