د خېبر پښتونخوا مختلفو سيمو کښې سيکيورټي فورسز کاميابې کاروائيانې کړې، آئي ايس پي آر وئيلي چې دغه کاروائيانې شمالي وزيرستان، ډي آئي خان او کوهاټ کښي شوي، چې پکښې يويشت ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د خېبر پښتونخوا درې ضلعو شمالي وزيرستان،ډي آئي خان او کوهاټ کښې د ترهه ګرو خلاف کاميابې سره آپريشنز کړې ۔
آئي ايس پي آر بيان کښې وئيلي شوي چې کاروائيانو دوران يويشت ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي دي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کښې افغان پولې سره نيزدې علاقو کښې د آپريشن دوران اوولس ترهه ګر وژلي شويدي، ۔
آئي ايس ترمخه څلور ترهه ګر په ډي آئي خان او کوهاټ کښې وژلي شويدي،د ترهه ګرو ولقې نه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شويدي ۔
بلخوا صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف خېبر پښتونخوا کښې د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائنه کړې او سيکيورټي اهلکارو ته ئې خراج تحسين وړاندې کړېدې ۔
خپل بياناتو کښې صدر او وزيراعظم وئيلي دي چې امن بحالۍ لپاره ټول قام د سيکيورټي فورسز سره ولاړ دے،د ترهه ګرو خلاف به عمليات جاري وي ،

