حکومت د پټروليم مصنوعات په قيمتونو کښې د نورې اضافې اعلان کړې، د پټروليم ډويژن اعلاميې مطابق ټرول قيمت کښې یو روپۍ او دري شپيتۀ پيسې او ډيزل قيمت کښې يو روپۍ پنځۀ پنځوس پيسې لټر په سر اضافې اعلان شويدې ۔
اسلام آباد: د پټروليم ډويژن له لوري جاري اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د پټرول او ډيزل قيمت کښې يوې ورځې لپاره د اضافې اعلان شويدې ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې پټرول قيمت کښې يو روپۍ دري شپيتۀ پيسې اضافه شوې، چې ورسره د دې نوې نرخ د لټر په سر درې سوه، پنځۀ ديرش روپۍ او يو اتيا پيسې مقرر کړې شويدې ۔
اعلاميې مطابق ډيزل قيمت کښې يو روپۍ پنځۀ پنځوس پيسې في لټر اضافه شوې چې ورسره د ډيزل نوې قيمت في لټر درې سوه، اتۀ اتيا روپۍ او اتۀ ديرش پيسې مقرر کړې شويدې ۔
پټروليم ډويژن مخکښې وئيلي چې د پټروليم مصنوعاتو نوې نرخ تعين اوګرا لخوا د يوې ورځې لپاره شوې ، کوم به چې سبا يعنې نهه ويشتمې جولائۍ د شپې دولس بجو پورې نافذ وي ۔

