وزيراعظم شهبازشريف او فيلډ مارشل عاصم منير اسلام آباد کښې د پاکستان تر ټولو لوئې سکائي فورټي سيون ډيټا سينټر قراقرم ون پرانسته کړېده،دا منصوبه د اے آئي، مشين لرننګ او هائي پرفارمنس کمپيوټنګ ضرورت پورا کولو مکمل صلاحيت لري، وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې جديد ترين ډېټا سينټر انتهائي متاثرکن او قابل تحسين منصوبه ده، داسې منصوبې د پاکستان د مستقبل ضمانت دي، مسلسل محنت دې عظيمې منصوبې ته حقيقي شکل ورکولې شي ۔
سر ښار اسلام آباد کښې د پاکستان تر ټولو لوئې سکائي فورټي سيون ډيټا سينټر ”قراقرم ون“ پرانستې دستوره تابيا کړې شوې وه، وزيراعظم شهبازشريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د جديد ترين ډيټا سينټر باضابطه افتتاح کړېده ۔
په دې موقع دواړو مشرانو ته د منصوبې مختلف تيکنيکي خصوصيات او استعداد باره کښې تفيصلي بريفنګ هم ورکړې شوېدې، چارواکو مطابق قراقرم ون ډيټا سينټر کلاؤډ کمپيوټنګ، ډيټا هوسټنګ او جديد ډيجيټل خدمات ته وده ورکولو لپاره يو مضبوط انفراسټرکچر فراهم کوي ۔
منصوبه منصوعي ذهانت، مشين لرننګ او هائي پرفارمنس کمپيوټنګ ضروريات پوره کولو صلاحيت لري، ولې حساس قامي او تجارتي معلومات محفوظ ساتلو کښې به هم اهم کردار ادا کوي ۔
وزيراعظم اووئيل چې جديد ترين ډيټا سينټر انتهائي متاثر کن او قابل تحسين منصوبه ده، کومه چې د خوشحالۍ خبره ده، سکائي اووۀ څلويښتم پشان منصوبې د پاکستان مستقبل ضمانت دي، د مشکلاتو او چينلجونو اميد او حوصلې سره مقابله اوکړي شي نو بيا معرکه حق پشان تاريخې کارنامې مخې ته راځي ۔

