وفاقي حکومت د پټروليم مصنوعات په قيمتونو کښې د نورې اضافې اعلان کړېدې، د پټروليم ډويژن لخوا جاري شوې اعلاميې مطابق ډيزل قيمت کښې اووۀ روپۍ پنځلس پيسې، پټرول قيمت کښې څلور روپۍ درې نوي پيسې او د خاؤرو تيلو په نرخ کښې لټر په سر شپږ روپۍ اتۀ اوويا پيسې اضافې اعلان شويدې ۔
اسلام آباد: د پټروليم ډويژن له لوري جاري اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د ډيزل، پټرول او خاؤرو تيلو په قيمت کښې يوې ورځې لپاره د اضافې اعلان شويدې ۔
اعلاميې مطابق ډيزل قيمت کښې اووۀ روپۍ پنځلس پيسې في لټر اضافه شوې چې ورسره د ډيزل نوې قيمت في لټر درې سوه، اووۀ شپيتۀ روپۍ او يويشت پيسې مقرر کړې شويدې ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې پټرول قيمت کښې څلور روپۍ درې نوي پيسې اضافه شوې، چې ورسره د دې نوې نرخ د لټر په سر درې سوه، شل روپۍ او درې اوويا پيسې مقرر کړې شويدې ۔
پټروليم ډويژن وئيلي چې د خاؤرو تيلو په نرخ کښې لټر په سر شپږ روپۍ اتۀ اوويا پيسې اضافه شوې چې ورسره د خاؤرو تيلو قيمت في لټر دوه سوه، نهه اتيا روپۍ او اووۀ ديرش پيسې مقرر کړې شويدې ۔
پټروليم ډويژن مخکښې وئيلي چې د پټروليم مصنوعاتو نوې نرخ تعين اوګرا لخوا د يوې ورځې لپاره شوې ، کوم به چې سبا د شپې دولس بجو لپاره نافذ وي ۔

