چلاس کښې بابو سر ټاپ شاهراه باندې د مسافرو ګاډي د پيښې ښکار شوې، ټريفکي پيښه کښې دوه کسان پحق رسيدلي او لس ژوبل شويدي، ژوبل کسانو کښې د بعضو حالت نازک ښودلې شوې، وئيلي کيږي چې دغه ګاډي کښې د مستورات تبليغي جومات زنانه موجودې وې او حادثه د ګاډي بريک فيل کيدو لوجې رامخې ته شوې ۔
ګلګت: چلاس کښې بابو سر شاهراه باندې د مسافرو ګاډې ژورې کندې ته پريوتې، چې پکښې دوه کسان پحق رسيدلي او لس نور سخت ژوبل شويدي، ژوبل کسان آر ايچ کيو هسپتال چلاس ته رسولې شويدي ۔
وئيلي کيږي چې دغه ګاډې کښې د مستوراتو تبليغي جومات زنانه موجود وې، او ټريفکي پيښه د ګاډي بريک فيل کيدو لوجې رامخې ته شوې ده ۔
د مستوراتو تبليغي جومات تعلق پيښور سره ښودلې کيږي، ريسکيو اهلکارو، پوليس او مقامي خلقو شريکه کاروائي کړې او ژوبل کسانو ئې د پيښې ځائې نه راويستي او هسپتال ته ئې منتقل کړې، چې پکښې د بعضو حالت نازک ښودلې شويدې ۔
د پيښې نه پس د ګلګت بلتستان متعلقه ادارو په مسافرو غږ کړې چې احتياطي تدابير دې خپل کړي او د ګاډو د فټنس دې هم ډېر خيال ساتي ۔

